ترکمنستاني چارواکو په افغانستان کې د ټاپي پروژې نل لیکو ته د زیان اوښتو په صورت کې د لګښت ورکولو پریکړه کړې ده.
پاکستان او ترکمنستان له دې وړاندې پر دې موضوع د نظر اختلاف درلود، خو اوس تازه پاکستاني رسنیو ویلي ترکمنستان هوکړه کړې چې که په افغانستان کې د جګړو او نښتو له امله د ټاپي نللیکې ته زیان اوړي نو لګښت به یې دوی پرې کوي.
تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د ترکمنستان له پولې راوتلې بیا د پاکستان تر خاورې پورې د ټاپي نللیکې د زیانمنېدو لګښت نه شي پرې کولی، نو له همدې امله ددغې پروژې کار ځنډېدلی و.
اوس تازه ترکمنستاني چارواکو له پاکستاني لوري سره هوکړه کړې چې د افغانستان په خاوره کې که د ټاپي نللیکې ته زیان اوړي نو لګښتونه به یې دوی پرې کوي
ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي او ټاکل شوې وه چې دا پروژه د ۲۰۱۹ کال په پای کې د ګازو لېږد ته چمتو شي، خو لیدل کیږي چې باید څو نور کلونه هم ورته انتظار وویستل شي.