رپوټونه وایي امریکا هوډ لري چې له افغانستانه ایستل کیدونکي امریکایي سرتیري منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د ایران پولو ته نږدې ځای پر ځای کړي.
د رپوټ پر اساس امریکا غواړي چې په دې کار سره دافغانستان پر ځای په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې نفوذ پراخ کړي.
سي ان ان تلویزیوني شبکې ویلي په سپینه ماڼۍ کې یوې سرچینې ورته منلي چې ټرمپ غواړي له افغانستانه زرګونه عسکر وباسي او پر ځای یې دغه عسکر په منځني ختیځ، مرکزي اسیا او د ایران په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي.
سرچینې ویلي ټرمپ د سیمې د کنټرول نیت لري له همدې امله په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کموي.
ددې راپورونو تر خپرېدو وړاندې د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي و چې د افغانستان پر ځای په ځینو نورو سیمو تمرکز کوي او له دغه هېواد خپل سرتېري نورو ځایونو ته لېږدوي.
د امریکا دفاع وزیر ویلي که چیرې طالبانو سره هوکړې هم ونه رسیږي، دغه هیواد کې د خپلو سرتیرو شمیر کموی.