د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي اروپا کې په نړيواله کچه دپناه غوښتونکو په ډله کې د افغانانو شمير زيات دی.
د پناه غوښتونکو په اړه د لومړنۍ نړيوالي غونډې د جوړېدلو پر مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې افغان پناه غوښتونکو او بېځايه شوو کډوالو د سخت ملاتړ کولو غوښتنه کړې ده.
ددې ادارې وياند بابر بلوچ د يوې خبري غونډې پر مهال ويلې چې اروپا کې په نړيواله کچه د پناه غوښتونکو په ډله کې د هغو افغانانو شمير زيات دی چې په خپل هيواد کې يې د ناامنيو د زياتېدلو له امله په اروپايي هيوادونو کې پناه غوښتلو ته مخه کړي ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د رسمي شميرو له مخې ۴.۶ ميليونه افغانان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
دې شمير کې دوه ميليونه بېځايه شوي کډوال او ۲.۷ ميليونه افغان کډوال له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.
په تیرو څو کلونو کې زرګونه افغانان بهرنیو هیوادونو ته تلو ته اړ شوي دي.