د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو د نفوذي بریدګرو د برید په نتیجه کې د سیمه ییزې اردو ۲۵ تنه سرتیري وژل شوي دي.
د قره باغ ولسوالۍ ولسوال حبیب الله ویلي د ملي اردو ۷ تنه سرتیري چې د طالبانو نفوذي کسان و، تیره شپه یې د قره باغ بازار لیونی پوسته کې خپل ۲۵ ملګري وژلي او بیا د پوستې ټولو وسلو سره له سیمې تښتیدلي دي.
ملي دفاع وزارت هم د دې ترڅنګ چې دا پيښه مني، خو وایي چې په دې پیښه کې د سیمه ییزې اردو ۹ تنه سرتیري وژل شوي دي.
دفاع وزارت وایي په دې تړاو څيړنې پيل شوي دي.
پر افغان ځواکونو د نفوذي کسانو دا لومړی برید نه دی، بلکې له دې وړاندې هم په کراتو ورته پيښې شوي دي.