د افغانستان کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هر هغه افغان زنداني چې ۱۰۰ پاڼې کتاب مطالعه او په اړه یې سمینار ورکړي، د بند موده یې شپږ ورځې کمېږي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاده پرېکړه پرون پنجشنبې د څرخي پله زندان د زندانیانو لخوا د ۱۰ ټوکه لیکل شوو کتابونو په پرانیست غونډه کې شوې ده.
په دې غونډه کېد سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار میرویس کوچي، د محبسونو او توقیف خونو مشرتابه او یو شمېر زندانیانو هم ګډون کړی و.
په دغه غونډه کې ټینګار وشو، چې د یادې پرېکړې پلې کول به د زندانیانو د مهارتونو په لوړولو، د بند مودې په راکمولو او د جرایمو له ژغورلو سره مرسته وکړي.
پورته خبر په ټولنیزو رسنیو کې له مثبتو او په ځینو مواردو کې له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو ایا دا رښتیا یو مثبت ګام دی او که نه د پرمختللو هیوادونو له احوالو یو ناسم تقلید دی، چې زموږ د ټولنې له حالاتو سره هیڅ سمون نه خوري.
که څه هم تر اوسه د دې مسودې جوړولو په اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي او دا معلومه نه ده چې ایا دا امتیاز د جرمونو ډولو ته په کتو سره توپیر کوي او که د جرم ډول ته له کتو پرته پر ټولو یو شان پلی کیږي.
جرم په ټولیز ډول د یوې ټولنې د اصولو او قوانینو خلاف کړنې ترسره کولو ته ویل کیږي، چې دا خلاف ورزي په ځینو موادونو کې د فرد، په ځینو کې د ټولنې او په ځینو مواردو کې د خپل عمل ترسره کوونکي په زیان وي، که څه هم په زیاترو هیوادونو کې دریم ډول یې جرم نه بلل کیږي. لکه د مخدره توکو کارول او نور.
د مجرم بندي کول د شخص د اصلاح کولو لپاره وي، خو ترڅنګ یې نورو ته د عبرت ورکولو لپاره یو لړ سزاګانې هم ورته په پام کې نیول کیږي چې په دې سره د مجرم له کړنو زیانمن شوو لپاره د زړه تسکین هم کیدای شي.
په ځینو ټولنو کې یو لړ سپکو جرمونو لپاره د بند مودې کولو په موخه بېلابېلې لارې جوړې شوي دي، لکه د جرمانې پرې کول، د کتاب لوستل، حکومت لپاره فزیکي کار او داسې نور.
خو دا امتیاز د یو لړ خاصو جرمونو ترسره کوونکي لپاره وي، لکه په لاره کې د لارویانو ځورول، چاته ګواښ کول، د نیشې په حالت کې موټر چلول، چا سره فزیکي برخورد کول او داسې نور.
زموږ په هیواد کې له بده مرغه د هیڅ ډول جرمونو ترسره کیدو کمی نشته.
د هیواد هر ولایت کې زندانونه له مجرمانو ډک دي. له غلا نیولې د وژنو، جنسي تیري، ترهګریز بریدونه، فساد، خیانت، عامه وژنه، د نیشه یی توکو او انسان قاچاق پورې.
اوس په داسې شرایطو کې د دوو دلایلو له مخې د کتاب لوستلو په بدل کې د بند مودې کمول، له منطقه لږ څه لرې ښکاري.
یو دا چې که چیرې یو کس د یو بیګناه انسان قتل کړی وی او بیا په څو میاشتو کې د څو کتابونو په لوستلو سره له بنده وځي، دابه د مقتول او مقتول له کورنۍ سره ښکاره نا انصافي وي او په بدل کې به یې مجرم بیا د ورته کار ترسره کولو نه هیڅ ویره نه لري، ځکه دی که د ځانګړي مسلک خاوند وي، بې له کتاب لوستلو ساعتونه ساعتونه د علومو یوه خاصه برخه کې لکچر ورکولی او د بند شپې ورځې لنډولی شي.
همداشان یو کس په ترهګریزو پيښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوی وي او لسګونه بې ګناه انسانان یې له تیغه تیر کړي وي او بیا به په یو کال کې د بې شمیره کتابونو په لوستلو او لکچر ورکولو له بنده جګه غاړه بهر روان وي.
همدا اوس هم د افغانستان په زندانونو کې لسګونه داسې کسان پراته دي چې په هیڅ قانون او مذهب کې د بخښلو وړ نه دي او باید چې تر ټولو سخته سزا ووينی.
که فرض کړو چې یو کس په دیني علومو کې زده کړه کړې او بیا د کوم جرم ترسره کولو له امله زندان ته اچول شوی وي، دا کس بې له دې چې مطالعه وکړي، کولی شي په ساعتونو ساعتونو د خلاصه، قدري، شروط صلات او نورو برخو کې معلومات ورکړي.
او یا دا چې که د محکمې یو غړی یا د ملي امنیت کوم منسوب د ملي خیات په جرم بندی شوی وي، دغه کس به د خپل مسلک اړوند یو کتاب په ورځ کې وایي او لکچر به ورکوي، په داسې حال کې چې هیواد سره خیانت کول، جنسي تیری، جنایت، عامه وژنه او ځینو نور د بخښنې وړ جرمونه نه دي.
بل دلیل چې کیدای شي د کورنیو چار وزارت دا فکر باطل ثابت کړي دادی چې افغانستان کې د سواد کچه د بل هر هیواد په پرتله کمه ده.
د هیواد په زندانونو کې د هغو کسانو شمیر ډير کم دی چې کولی شي یو کتاب ولولي او خپل برداشت اوریدونکو ته وړاندې کړي.
اوس به یو څو تنه چې په ژوند کې د زده کړو زمینه ورته برابره شوې ده، وکولی شي مطالعه وکړي، ځان پوه کړي، د خپلې زده کړې کچه لوړه کړي او ورسره به د خپل بند موده هم کمه کړي.
په مقابل کې به یې زیات شمیر نور بندیان چې په تیر ژوند کې یې د زده کړو چانس نه دی موندلی، د زندان په خونه کې هم د خپل بند مودې کمولو لپاره دا چانس نه لري؛ کوم چې له ورایه زندانیانو سره د تبعیض یو ډک چلند بلل کیږي.
که څه هم دا خبره تر اوسه عملي شوې نه ده او یواځې یې پر مسودې جوړولو فکر شوی دی، خو که چیرې په رښتیا دا قانون جوړیږي، فکر کوم د انصاف او عدالت له دایرې به بهر وي.
لیکنه: Ahmad Mirzad