د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد قطر کې طالبانو سره له یوې اونۍ خبرو وروسته اسلام اباد ته تللی او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، شاه محمود قریشي سره یې لیدلي دي.
دا سفر له هغه وروسته شوی چې قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې د یوې نامعلومې مودې لپاره وځنډول شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پر موضوع خبرې شوي دي.
د بیان له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه بللې او هیله یې ښودلې چې دا خبرې ژر یوې نتیجې ته ورسیږي.
قریشي ویلي د افغانستان جګړه زور له لارې پای ته نشي رسیدلې.