د غزني ولایت جغتو-غزني لارې په اوږدو کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې لس ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د غزني ولایت رسنیز دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه نن جمعه سهار د ملکي وګړو یوه فلانکوچ ډوله موټر باندې شوې ده.
په وژل شوو کسانو کې ۴ میرمنې او یو ماشوم او په ټپیانو کې ۳ میرمنې شامل دي.
سرچینې ویلي دا موټر له دایکندي ولایت نه غزني ته پر لاره و چې ځای پر ځای شوي ماین باندې برابر شو.
د برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو د غزني سیمه ییز چارواکي وایي دا کار وسله والو طالبانو کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې پخوا هم په ورته پيښو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې رپوټونه خپاره شوي دي.