د بلجیم هیواد ۹ کلن نابغه چې ټاکل شوې وه د روان میلادي کاله په وروستیو کې له پوهنتونه فارغ شي، د پوهنتون له چارواکو سره اختلاف له امله پوهنتون پریښود.
په پام کې وه چې لاورن سایمنزپه همدې کال کې د برښنا انجینرۍ له پوهنځي فارغ شي او خپل نوم د تر ټولو کم عمره فارغ شوي په نوم ثبت کړي، خو پوهنتون یې دا پلان ور خراب کړ.
د ایندهوفنپوهنتون مشر ویلي د لوران یو شمیر ازموینې پاتې دي چې باید لس کلنۍ ته له رسیدو وړاندې د دسمبر په ۲۶نیټه یې ورکړي.
دغه پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي : “لوران یو استثنایي استعداد لري چې په چټکۍ سره وده کوي. خو دې ته په پام سره چې لوران باید لس کلنۍ ته له رسیدو وړاندې د دسمبر په ۲۶مه یو شمیر ازموینې ورکړي، فکر نه کوو چې وکولی شي د روان کاله له پای ته رسیدو وړاندې فارغ شي.”
دا په داسې حال کې دي چې وړاندې په رسنیو کې ویل شوي و چې لوران د همدې کاله په پای کې له پوهنتونه فارغیږي.
پوهنتون د لوران له کورنۍ غوښتي چې د راتلونکي کال تر نیمایې پورې انتظار وباسي، خو د لوران مور او پلار د دې غوښتنې په غبرګون کې خپل زوی له پوهنتونه و ایسته.
دلاورن کورنۍ وایي زوی یې نور پلانونه په مخ کې لري او تر اوسه له بهرنیو پوهنتونو دوه بلنلیکونه ورته راغلي دي.
لاورن په څلور کنلۍ کې لومړنی ښوونځی پیل کړ چي همځولي یې لا لېسې ته نه دي رسېدلي.
لاورن له دویم ټولګي نه تر شپږم ټولګي پورې ټوله دوره په یو کال کې بشپړه کړه. راتلونکي شپږ کاله درسونه یې هم یوازې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ کړل او بیا یې د لنډ وخت لپاره دمه واخیسته.
یو څو میاشتې یې کور کې په ساعتېرۍ تېرې کړې، او بیا په اته کلنۍ کې یې پوهنتون کې داخله وکړه.
لاورن د انجینرۍ پوهنځي ته بریالی شو او ټوله دوره یې یوازې په ۹ میاشتو کې بشپړه کړه
خو جالب دا ده چې لاورن پخپله هم نه پوهېږي چې دا مزل یې څنګه په دومره لنډ وخت کې بشپړ کړ.
د لاورن د خوښې موضوع دا ده چې تکنالوژي څرنګه د انسان له بدن سره مرسته کولای شي.
د خپلې څېړنې لپاره پر یوه داسې چېپ یا پتري کار کوي چې د انسان له مغزو سره به وصل وي. دا چېپ یا پترۍ به وکړای شي چې د اساني مغز ګڼ فعالیتونه وڅاري او ارزونه یې وکړي.
خو د لاورن کورنۍ کې ډېری کسان ډاکټران دي. اوس نو دی هم غواړي چې پر انجینرۍ سربېره طب هم ولولي، او بیا ورپسې دوکتورا هم واخلي.