د کورنیو چارو وزارت د کابل له ښځینه زندانه د ۲۵میرمنو د خوشې کیدو خبر ورکړی.
د دغه وزارت ویاندې، مروه امیني ویلي دا میرمنې پرون (چهارشنبه، د لیندۍ شلمه) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ضد نړیوالې ورځې او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ورځني کمپاین په مناسبت ازادې شوې دي.
خو اغلې امیني د دې زندانیانو د بند مودې او د دوی د جرمونو بڼې په اړه څه نه دي ویلي.
له دې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني د د یوه حکم له مخې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد نړیوالې ورځې او په همدې تړاو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت، د یو شمیر میرمنو د خوشې کیدو او د بند مودې د کمیدو امر کړی و.
د ولسمشر د حکم پر اساس دې کار لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ شوی و تر څو په شرایطو برابرو ښځينه بندیانو نوملړ چمتو کړي.
د رپوټونه له مخې همدا اوس د هیواد په ټولو ولایتونو کې سلګونه میرمنې د بیلابیلو جرمونو ترسره کولو له امله د بند شپې ورځې تیروي.