د امریکا د دفاع وزارت لوی درستیز، جنرال مارک میلي ویلي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو کمولو لپاره بیلابیلې لارې په مخ کې لري.
د مارک میلي د خبرو پر بنسټ یوه لاره یې داه چې امریکا په افغانستان کې ترهګرو سره د مبارزې بڼې ته تغیر ورکړي.
ښاغلي میلي ویلي دې کار لپاره افغانستان کې د کم شمیر امریکايي سرتیرو اوسیدو ته اړتیا ده.
دغه امریکایي جنرال چې د دغه هیواد د استازو جرګې ته یې خبرې کولې ویلي د امریکا موخه داده چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل نشي.
ده د افغانستان جګړې ختمولو لپاره د طالب او امریکایي استازو د مذاکراتو د دوام ملاتړ هم کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې خبرې یوځل بیا تودې شوي او قطر کې د طالب او امریکايي استازو د خبر شپږمه ورځ روانه ده.
رپوټونه وایي د دغو استازو ترمنځ تړون لاسلیک کیدو ته چمتو شوی او اوس پردې خبرې روانې دي چې دا تړون کله او کوم ځای کې لاسلیک شي.