د جوزجان ولایت ځایي چارواکي وایي وسله والو طالبانو د دغه ولایت شپږ تنه قومي مشران له ځان سره وړي دي.
د جوزجان د والي ویاند، عبدالمعروف اذر یک تلویزیون ته وویل دا کسان هغه مهال د طالبانو له لوري برمته شوي چې تیره ورځ د دغه ولایت د سیمه ییزو پولیسو د یو تن قومندان جنازې خښولو ته روان و، چې د جوزجان – مزار لارې په اوږدو کې د طالبانو له لوري ودرول شول.
تر اوسه د دغه کسانو برخلیک معلوم نه دی، خو چارواکي وایي هڅه کوي دا ستونزه د قومي جرګو له لارې حل کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.