د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي که طالبان غواړي چې په راتلونکي کې ونډه ولري، باید د بشري حقونو رعایت په رسمیت وپيژني.
د دغه کمیسیون مشره، شهرزاد اکبر چې نن سه شنبې یې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرې کولې وویل چې د تاوتریخوالي کمول او د ښځو او ماشومانو حقونو ساتل د دوامدارې سولې اصلي وړاندې شرطونه دي.
د بشرۍ حقونو کمیسیون د بشري حقونو نړیوالې ورځې ترڅنګ د خپلو پنځو تنو کار کوونکو د وژل کیدو ورځ هم ولمانځله، چې همدې کال کې په افغانستان کې وژل شوي دي.
اغلې شهرزاد اکبر وویل چې جګړې، بې وزلۍ او فساد په هیواد کې د معافیت کلتور غوړولی او د عدالت او پراختیا مخه یې نیولې ده.
د همدې ترڅنګ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم کابل کې د خبرو پرمهال ویلي چې سوله، له عدالت او بشري حقونو پرته نشی ترلاسه کیدلی.
ښاغلي دانش وویل د بې وزلۍ او جګړې ترڅنګ، د ټولنیزو افکارو او بشري حقونو ترمنځ نه سمون، د بشري حقونو د ماتولو اصلي عوامل دي.
دانش وویل تر اوسه هم د بشري حقونو رعایت لپاره یو فکري بستر نه دی غوړیدلی.
د همدې ترڅنګ افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د سولې خبرو کې د بشري حقونو کمیسیون د ښکیلیدو غوښتنه کړې ده.
د دغه بنسټ مشر تدامیچي یماموتو ویلي ځوانان باید د بې عدالتیو پر وړاندې ودریږي او د ماشومانو د ژوند ساتنه وکړي.
تدامیچي ویلي دوی دنده لري د هغو ماشومانو د حقونو ساتنه وکړي چې هره ورځ حقونه ترې اخیستل کیږي.
د ده په وینا د جګړو دوام او پر ښوونځیو بریدونه، د ماشومانو پر رواني حالت ناوړه اغیز کړی دی.
کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر بیا لوګر کې د زده کوونکي جنسي زورونې، ناموسي وژنو او د تتسو ناکامورا ترور کیدو ته اشاره کړې ده.
پیري مایدون ویلي افغانستان کې له جګړې او تاوتریخوالي پرته هم بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي.
د دیسمبر د میاشتې لسمه ورځ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې سره برابره ده، چې د نړۍ کابو ټولو هیوادونه کې لمانځل کیږي.