د نړۍ تر ټولو ځوانه لومړۍ وزیره، سانا مارین نن سه شنبې په فنلنډ کې خپلې چارې په رسمي ډول پیلوي.
سانا مارین چې اوس ۳۴ کاله عمر لري د نړۍ د ځوانۍ لومړۍ وزیرې په توګه یاده شوې ده.
هغې وړاندې له دې د فنلنډ سوسیال دموکرات ګوند غړې او د ترانسپورټ وزیره وه او د تیرې یکشنبې په ورځ وتوانیده چې دغه مقام ته ځان ورسوي.
ټاکل شوې ده میرمن ساناد فنلنډ د څلورو نورو ګوندونو د ګډ ائتلاف مشري وکړي، چې ټول یې د میرمنو له خوا رهبري کیږي.
د دغو مشرانو ۳ تنه یې د ۳۰ کلونو شاوخوا عمرونه لري.
وروسته له هغه چې د ښاغلي انتی رېنه په مشري د ائتلافي دولت غړو د پستي ادارو کار کوونکو اعتصابونو ته رسیدنې څرنګوالي له امله هغه ته د باور رایه ورنه کړه، ښاغلی رېنه له دندې ګوښه شو.
له سانا مارین وروسته د اوکراین ۳۵ کلنه لومړۍ وزیره اولکسي هونچارو او د نیوزیلنډ ۳۹ کلنه لومړۍ وزیره جاسیندا اردن تر نورو کم عمرونه لري.
سانا مارین فنلنډۍ رسنیو ته په خبرو کې د خپلې پیژندګلوۍ په اړه ویلي چې په یوې نسبتا بې وزله کورنۍ کې پیدا شوې او له خپلې مور او د هغې د ژوند ملګري سره په یوه کرایي اپارتمان کې اوسېدلې ده.
مارین ویلي مور یې تل د هغې ملاتړ کړې او هغه ته یې پر ځان باور ورکړی چې کولی شي هر کار ترسره کړي.
میرمن مارین د خپلې کورنۍ لومړنۍ میرمن وه چې پوهنتون ته لاړه او وروسته یې بیا سوسیال دموکرات ګوند کې په ډيرې چټکۍ سره پرمختګ وکړ او تر لومړۍ وزیرۍ یې ځان ورساوه.
دغه ځوانه میرمنه په ۲۰۱۵ کال کې په پارلمان کې د تامپره د ښار استازې شوه.
سانا مارین واده کړی او یوه د ۲۲ میاشتو لور هم لري.
د یادولو وړ ده چې فنلنډ له سانا وړاندې دوې نورې لومړۍ وزیرانې هم لرلې.