د امریکا نوموتي سناتور، لیندزي ګراهام ویلي امریکا دې طالبانو ته د زیاتو امتیازونو ورکولو پرځای له پاکستان سره خبرې وکړي.
دغه امریکایي سناتور فاکس نیوز سره په خبرو کې د امریکا دا کار تیروتنه بللې ده.
ده ویلي که چیرې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو امن ځالې ختمې کړي، د افغانستان جګړه به ډير ژر پای ته ورسیږي.
ګرام د پاکستان د چلند د بدلون غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې امریکا باید د دې کار لپاره پر پاکستان فشار واچوي.
دغه مریکایي سناتور همداشان ویلي چې طالبانو ته د امتیاز ورکولو پر ځای باید له دغې ډلې امتیاز واخلي او دوی مجبور کړي چې له جګړې لاس واخلي.
دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږی قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د سولې هوکړه چمتو شوې او اوس پر دې خبرې روانې دي چې دا هوکړه، څه وخت او چیرته لاسلیک شي.a