د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر، نصرالله سیاسي ووژل شو.
نصرالله سیاسي نن سه شنبې سهار شاوخوا اته بجې د غزني ښار دویمې امنیتي حوزې سیمه کې د نا معلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د غزني د والي ویاند، عارف نوري ویلی ښاغلی سیاسي خپلې دندې ته پر لاره و، چې وسله والو کسانو د بې غږه تومانچې په ډزو وواژه.
په دې سره پهروان کال کې د فردي وژنې شمیر نږدې شلو کسانو ته رسیږي.