د امریکا غربي رسنۍ په یو لړ موندنو کې ښودلي چې د امریکا پخوانیو او اوسنیو لوړپوړو چارواکو د افغانستان جګړې په اړه خپلو خلکو ته دروغ ویلي دي.
امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو شمېر پخوانیو محرمو اسنادو په را برسېره کولو سره ادعا کړې ده چې په تېرو ۱۹کلونو کې امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته بیا بیا درواغ ویلي دي.
دغې ورځپاڼې ویلي، د امریکا جګپوړي سیاسي او پوځي چارواکي په بېلابېلو پړاوونو کې پوهېدل چې افغان جګړه نور د ګټلو نه ده، خو خپل ولس ته یې داسې پیغام ورکاوه چې ګواکې هلته هر څه سم رواندي.
دا اسناد کابو ۲۰۰۰ پاڼې دي او د هغې فدرالي پروژې برخه دي چې د افغان جګړې د ناکامیو او نیمګړتیاو د اروزنې لپاره ترسره شوې وه.
دا اسناد تر ډیره پر هغو مرکو ولاړ دي چې افغانستان کې د جنګیدونکو امریکایي سرتیرو او قومندانانو سره شوي دي.