د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات ټیم وایي اجازه نه ورکوي، چې یو څوک بیا د درغلیو له لارې واک ته ورسیږي.
د دغه ټیم غړي، فضل احمد معنوي چې نن دوشبنې یې رسنیو ته خبرې کولې وویلټولو ته ډاډ ورکوي چې یوه تقلبي رایه هم د منلو وړ نه ده او هرڅه چې پيښیږي مسوولیت یې د کمیسیون او درغلګرو په غاړه دی.
ده پر کمیسیون تور پورې کړ چې ګني خپل قانون او لوایج یې هیر کړی او پرځای یې د عواطفو او ګومانونو پرمټ پریکړې کوي.
معنوي زیاته کړه د رایو د بیا شمیرلو له بهیر وړاندې باید هغه رایې باطلې شي چې بایومټریک اساس نه لري او یا هم مشکوکې دي.
هغه ترڅو پورې چې په ټولو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه بشپړه شوې نه وي کمیسیون دې لومړنۍ پایلې نه اعلانوي.
د ثبات اوهمپالنې استازي همداشان وویل که یو ولایت هم پاتې وي، د پایلو اعلان غیر قانوني دی او دوی له ټاکنو کمیسیون څخه هیله لري چې دا ستره تېروتنه تکرار نه کړي.
د نوموړي په وینا، که د تقلب په تړاو د خلکو غږ ته چا غوږ ونه نیوه، خلک به یې پر وړاندې ودرېږي. نوموړي ټینګار کړی دی چې یوه تقلبي رایه هم ورته د منلو نه ده او خبرداری یې ورکړی دی چې که له دې وروسته هر څه پېښېږي پړه به یې د ټاکنو کمیسیون پر غاړه وي.
د یادولو وړ ده چې د ټاکنو نوماندانو او د کمیسیون غړو پرون کابل کې ګډه خبري ناسته هم لرله، خو کومې پایلې ته ونه رسیدل او د ثبات او همپالنې ټیم استازو د اعتراض په ډول ناسته پریښوده.