د هلمند ناد علي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې باندې موټر بم برید شوی دی.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل دا برید نن دوشنبې سهار د یوه مازدا ډوله موټر په مرسته شوی دی.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي
نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې، یو ځانمرګی بریدګر چې په یو مازدا ډوله موټر کې سپور وو او د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د “ژېړ پله” په سیمه کې د میوند د ۲۱۵ قول اردو د درېمې لوا لومړي کنډک پورې اړوند پر یوې پوستې د برید قصد درلود، کله چې ځانمرکی بریدګر پوستې ته نږدې کېږي، د ملي اردو سرتېرو له لوري پېژندل کېږي او پر ځانمرګي له ډزو وروسته، بریدګر ځانته چاودنه ورکوي.
د خبرپاڼې په وینا برید کې د ملي اردو ۵ تنه سرتیري وژلشوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت ویلي ترهګرو له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان او روحیه له لاسه ورکړې، په دغه څېر بریدونو لاس پورې کوي چې افغان ځواکونه به په ټول قوت سره د خلکو د ځان او مال ساتنه وکړي او ددغو ترهګرو پر وړاندې به د ژوند تر وروستۍ شېبې مبارزه وکړي.
طالبانو د برید مسوولیت منلی او د لسګونه سرتیرو د وژل کیدو ادعا یې کړې ده.
هلمند د هیواد په سویل کې هغه ولایت دی چې په ځینو سیمو کې یې وسله وال مخالفین فعالیت کوي او وخت ناوخته ترې د ورته پيښو رپوټونه خپریږي.