د سعودي عربستان یو محصل چې د امریکا پنساکولا پوځي اډه کې یې د هوایي چلند زده کړې کولې، د دغې اډې پر سرتیرو او کار کوونکو ډزې کړي دي.
د دغه سعودي ځوان په ډزو کې څلور کسان وژل شوي د دوو افسرانو په ګډو ۸ نور ټپیان شوي دي.
بريد کوونکی محمد سعيد الشمراني نومېږي او ددې قرارګاه د پوليسو په ډزو کې وژل شوی دی.
د سعودي عربستان باچا ملک سلمان له ټرمپ سره د خبرو پر مهال د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکه کړي ده.
دا په يوه اونۍ کې د امريکا په پوځي قرارګاوو کې دوهم خونړی بريد دی چې ترسره کېږي.
رپوټونه وایي اوس امریکا کې له دغې پيښې وروسته له نورو سعودي وګړو پوښتنې زیاتې شوي دي.