د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې بیا پيل شوي دي.
په طالبانو کې یوې معتبرې سرچینې یک تلویزیون ته ومنله چې دا خبرې نن شنبې سهار لس بجې پيل شوي دي.
سرچینې وویل دا خبرې له هغه ځایه پيلیږي چېرته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اعلان سره درول شوې وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو اونې وړاندې افغانستان ته د سفر پرمهال طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پيل خبر ورکړ.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی، زلمی خلیلزاد څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او دلته یې له یو شمیر چارواکو او سیاستوالو سره د سولې اړوند مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
خلیلزاد اوس قطر ته رسیدلی او هلته طالبانو سره د سولې پر هوکړې خبرې کوي.