د امریکا له لوري طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پيلیدو له اعلان وروسته، سوله یوځل بیا د ژبو پر سر ده او تاوده بحثونه پرې کیږي.
دا بحث هغه مهال تود شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو سره د خبرو د بیا پيلیدو خبر ورکړ او زلمي خلیلزاد د سولې خبرو تازه مانور پيل کړل.
خلیلزاد کابل کې د یو شمیر حکومتي چارواکو او سیاسي مشرانو سره تر لیدنې وروسته قطر ته تللی ترڅو طالبانو سره پر هوکړې خبرې وکړي.
د افغانستان خلکو لپاره سوله او رڼې ټاکنې دوه هغه حیاتي موضوع ګانې دي چې تر اوسه یواځې یو ارمان دی.
دا دوه موضوع ګانې شرایطو ته په کتو سره یو له بل سره تړلي بلل کیږي.
د ۱۳۹۸ کال د تلې د میاشتې ولسمشریزې ټاکنې چې تمه کیده د بایومټریک ماشینونو په کارولو سره به رڼې او له جنجاله پاکې وي، د تمې خلاف د پخوا په څیر له کړکیچ او بندښت سره مخ شوي دي.
د دولت جوړوونکي ټیم نه پرته نور ټیمونه ټينګار کوي هغه رایې چې بایومټریکي بنسټ نه لري، باید له حسابه وویستل شي، خو کمیسیون بیا سیستم ته د دغو رایو داخلولو باندې ټينګار کوي، کوم څه چې کمیسیون یې د دولت جوړوونکو ټيم په ملاتړ تورن کړی دی.
د ټاکنو کمیسیون تر اوسه دوه ځلې د لومړنیو پایلو د اعلان نیټه ځنډولې ده او لاهم نه ده معلومه چې دا پایلې به کله اعلانیږي، کوم چې ترشا یې یوه روښانه سیاسي لوبه لیدل کیږي.
د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په مشرۍ ټاکنیزو ټیمونو د رایو د بیا شمیرلو بهیر تحریم کړی او د کمیسیون د پریکړې په غبرګون کې یې په کابل او ځينو ولایتونو کې لاریونونونه پيل کړي دي.
دغو عواملو د ټاکنو بهیر په ټپه درولی او هیڅوک نه پوهیږي چې پایله به یې څه وي.
شنونکي وایي د ټاکنو پروسه څومره چې پیچلې ښکاري، پیچلې نه ده او تر شا یې ځيني لاسونه د خاصو موخو لپاره کار کوي.
دوی ټاکنې له سولې سره تړلې بولي او ټینګار کوي، ترڅو چې د سولې خبره معلومه شوې نه وي، ټاکنې به بې ګټونکی، بحراني او جنجالي پاتې وي.
دغو ټاکنو لپاره له وړاندې جدي تدابیر نیول شوي و او د معلومو قوانینو، طرز العملونو او لوایحو په لیکلو سره د هر ډول درغلیو او ټګو برګیو مخه نیول شوې وه.
دا بهیر له ترسره کیدو وروسته تر ډيرې مودې پر خپل مسیر روان و او ټولو اړخونو یواځې د بایومټریک رایو پر شمیرلو ټينګار کاوه، خو دا بهیر په ناڅاپي توګه له خپل مسیره واوښت او د اختلافونو ښکار شو.
د ټاکنو د پایلو اعلانول او د دغو ټاکنو پرمټ یو مشروع حکومت، د سولې غوښتنې ننګوي، کوم څه چې طالبانو ته د منلو نه دي.
طالبان له پخوا د ټاکنو له ترسره کیدو سره مخالف کړی دی. هغه مهال د ټاکنو ترسره کیدل یقینی شول، چې د سولې خبرې لغوه شوې.
له بلې خوا طالبانو په کراتو افغانستان کې د دریمګړي حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې ده، ترڅو دوی یې تر سیوري لاندې ځان سمبال کړي او سیاسي فعالیت پيل کړي.
البته طالبان هڅه کوي د خپل اغیز ساتلو لپاره د حکومت یو شمیر مهم بنسټونه په خپل واک کې ولري.
د موقت حکومت نغارې هم په دې ورځو کې زیاتې غږول کیږي.
څو ورځې وړاندې د نوماندانو شورا د یوه مشارکتي حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه، ترڅو افغانستان له روان ټاکنیز کړکیچه وژغورل شي.
همداشان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت نبیل هم وړمه ورځ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل باید له روان بحرانه د وتلو لپاره د مصالحې یو حکومت رامنځته شي.
نبیل وویل د سولې حکومت جوړیدو لپاره باید حکومت ټاکنې لغوه کړي او طالبانو هم د اوربند په اعلانولو سره افغانانو سره خبرو ته کیني.
د همدې ترڅنګ ګلبدین حکمتیار هم پرون خپلو پلویانو ته د خبرو پرمهال د موقت حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.
د ټاکنو پایلې به هغه شان اعلانیږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې ورباندې پریکړه وشي.
اوسني د موقت حکومت شعارونه هم د همدې لپاره دي، ترڅو د لنډمهاله حکومت د جوړیدو پریکړې په صورت کې، له وړاندې ورته لابي وشي او زمینه ورته برابره شي.
د پایلو دوه ځلې ځنډول، لاریونه، شمال کې له جنرال دوستم سره د امریکایي ځواکونو د قومندان لیدنه او د ټاکنو د بندښت په تړاو د امریکا او نړیوالو چوپتیا، د دغې ادعا د غښتلي کیدو نور لاملونه دي.
باور دادی چې د امریکا او طالبانو د هوکړې په صورت کې، کیدای شي د ټاکنو برخلیک هم ډير ژر معلوم شي.
د افغانستان سولې خبرو د ګرمیدو په درشل کې تازه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان، جنرال جان نکلسن د تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو ساتنې باندې ټینګار شوی دی.
جان نکلسن همداشان په افغانستان کې سولې بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره د اوربند او د تاوتریخوالي کمیدل هم مهم بللي.
نکلسن ویلي د تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو ساتلو په اړه له هوکړې پرته، په افغانستان کې دوامداره سوله ناشونې ده.
جان نیکلسن دغه راز ویلي دي چې د افغانستان خلک سوله غواړي او نړیواله ټولنه یوازینی هغه بنسټ دی چې کولای شي په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت کې مهمه ونډه ولري.
نیکلسن دې ته هم اشاره کړي ده چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم د نړیوالې ټولنې مالي او پوځي مرستي ته اړتیا لري.
نکلسن ویلي: “زما په باور د سولې خبرو کې یواځې د ځواکونو ایستلو او ترهګرو مبارزې باندې هوکړه کافي نه ده او دوام به ونه کړي، دا نشي کولی افغانستان کې د امریکا ګټې خوندي کړي او دا په افغانستان کې زموږ د لاسته راوړنو ساتنه هم نشو کولی. سمه ده چې د ترهګرو پر ځالې د افغانستان نه بدلیدل د امریکا لومړیتوب او په ګټه دي، خو په افغانستان کې د لاسته راوړنو ساتنه هم باید وشي.”
اوس به ولیدل شي سوله او ټاکنې به څه پایلې ولري او ایا دا دوه بهیرونه به افغانستان نور له اوږده ویره وژغوري او ایا دا بهیرونه به د افغانانو له کورونو نور د غم ټغر ټول کړي کنه نه ؟