د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند، رحمت الله نبیل په افغانستان کې د ملی مصالحې حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي نبیل چې نن پنجشنبې یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل په افغانستان کې ټاکنې او سوله له بندښت سره مخ شوي او باید چې د دې بندښت له منځه وړلو لپاره ټولې خواوې قرباني ورکړي.
نبیل وویل دا چې ټاکنې له بحران سره مخ شوي باید د مصالحې په نوم حکومت جوړ شي او یو بې طرفه کس یې په مشرۍ کې وټاکل شي.
د نبیل د دې طرحې پر اساس، حکومت باید ټاکنې لغوه کړي، طالبان اوربند وکړي د مصالحې حکومت جوړید سره بین الافغانيخبرې پيلشي.
نبیل وویل له پاکستانه راتلونکې سوله د زهرو په مانا ده او باید چې دغه بهیر د پاکستان، او امریکا له لاسونو ووځي او د افغانانو لاس ته ولویږي.
د ده په وینا که طالبان فکر کوي چې د جګړې له لارې به خپلو موخو ته ورسیږي، تیروتنه کوي او په دې باید پوه شي چې په زوره پر افغانانو حکومت نشی کولی.
ده همداشان زیاته کړه چې د یاد حکومت په جوړیدو سره باید سمدلاسه د اساسي قانون تعدی او د طالب جنګیالو ادغام لپاره کار وشي.
دا په داسې حال کې دي چې زلمي خلیلزاد هم پرون کابل ته راغلی و د افغانستان ولسمشر، اجراییه رییس او یو شمیر نورو څیرو سره یې د سولې اړوند مسایلو باندې بحث وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي خلیلزاد له کابله قطر ته ځي او طالبانو سره پر هوکړې خبرې کوي.