د بنګله دیش سوداګریز غوره لیګ سیالی یا (بي پي اېل) تر راتلونکې یوې اونې پورې د ۷ افغان لوبغاړو په شتون کې پيلیږي.
د دغو سیالیو اووم پړاو د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه نیټه یا د راتلونکې اونۍ په چهارشنبې ورځ د ۷ لوبډلو ترمنځ پيلږي.
په دې لیګ کې اووه لوبډلې شاملې دي، چې په اووه لوبډلو کې اووه افغان لوبغاړي هم اخېستل شوي دي.
نجیب الله ځدران او رحمان الله ګربز په کولنا ټایګرز لوبډله کې، افغان توپ اچوونکی مجیب الرحمن په کومېلا وېکټورینز لوبډله کې، حضرت الله ځاځی په راج شاهي رویالز لوبډله کې، محمد نبي په رنګپور رېنجرز لوبډله کې، شفیق الله شفق او نوین الحق بیا په سېلهېټ تندر لوبډله کې اخېستل شوي دي.
محمد نبي عیسی خېل چې په شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې لومړی نمبر الراونډر دی، په اووم پړاو بي پي ایل کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشر هم ټاکل شوی دی.
تېر کال حضرت الله ځاځي په یوه لوبه کې د راج شاهي کېنګز لوبډلې پر وړاندې ۷۸ چټکې منډې کړې وې، چې هسکې شپږیزې او چټکې څلوریزې پکې شاملې وې؛ سږ کال یو ځل بیا د لوبډلو مالکان د افغان لوبغاړو مثبتې کارکرده ګۍ ته سترګې په لار دي.
دې کرکټ لیګ کې ټولې ۴۶ لوبې کېږي، چې شاوخوا ۳۸ ورځې به دوام وکړي.