د ناټو سازمان د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د سولې بیا پيلیدو هرکلي ترڅنګ ویلي د دغو خبرو پيلیدو سره باید یا اوربند وشي یا تاوتریخوالی کم شي.
د دغه سازمان عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ ویلي دوی افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دي او طالبان باید پوه شي چې د جګړې میدان کې خپلې موخې ته نشي رسیدلی.
د ناټو غړو هیوادونو مشرانو پرون چهارشنبې په لندن کې د ګډې ناستې پر دویمه ورځ چې د دغه سازمان د اویایمې کلیزې په مناسب جوړه شوې وه، افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کال پورې پر مرستو ټینګار وکړ.
د دغه سازمان غړو افغانستان کې پر خپل ماموریت اوږدې خبرې وکړې.
ینس سټولټنبرګ په خپلو خبرو کې وویل: “زه افغانستان کې د اوربند او تاوتریخوالي د کمیدو هرکلی کوم، خو په مشخص ډول د خبرو بیا پيلیدو لپاره کوم وړاندې شرط نه وینم، کوم څه چې زه غواړم پرې ټینګار وکړم دادی چې ناټو له افغانستانه د ملاتړ دوام ته ژمنه ده. ځکه موږ باور لرو تر ټولو غوره لاره چې ناټو کولی شي د سولې د هڅو ملاتړ وکړي داده چې، موږ افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړو او دوی ته روزنه او مشورې ورکړو.”
ینس سټولټنبرګ همداشان وویل د سولې خبرو بیا پيلیدو لپاره له امریکا سره له نږدې سلا او مشورې کوي.
هغه وویل: “زه افغانستان کې د سولې خبرو بیا پيلیدو لپاره د هڅو ملاتړ کوم، ناټو افغانستان کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي، ځکه موږ باور لرو چې افغانستان کې سیاسي خبرو اترو ته اړتیا ده. نو له همدې امله موږ له امریکا سره د سولې خبرو بیا پيلیدو څرنګوالي په تړاو په سلا مشورو کې یو.”
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی، زلمی خلیلزاد پرون کابل ته راغی او له ولسمشر غني او اجراییه مشر، عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.
ټاکل شوې ده خلیلزاد له کابله قطر ته لاړ شي او طالبانو سره خبرو لپاره مخامخ کیني.