د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو، منظور پشتین او علي وزیر د ډاکټر ناکامورا پر وژنې غبرګون ښودلی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتین ویلي دغه جاپاني ډاکټر د پښتون وطن جوړولو په هڅو کې خپل سر بایللی دی.
منظور پشتین ویلي: “یو میلمه و، چې ننګرهار یي ولید، نو دومره خوند یې ورکړو چې عمر یي دلته تیراوه. جاپان تا به تلو هلته به یې چندې کولې او په هغو پیسو به یې د پښتنو خاوره جوړوله او خلکو ته به یې د کروندې کارونه سمول. چې یو ځل افغانستان تا راغې بیا دلته و او نن وسله والو وواژه او ورسره یې څلور نور افغانان هم ووژل.”
منظور پشتین ویلي هر څوک چې د پښتنو خاورې ته راغلي، نو د جګړې او وژنو لپاره راغلي، خو یواځې ناکامورا و چې دلته د ابادۍ لپاره راغلی و او په همدې لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:“زمونږ پښتنو خاورې ته اکثر چې څوک راځي نو د جنګ د پاره راځي خو ناکامورا د کروندې کارونو ته راغلې و، روډونه، نهرونه او حتی جومات یې هم جوړ کړې و.ناکاموره د پښتنو خاورې د پاره کار کولو ژوند ئې ورکو.”
د منظور ترڅنګ علي وزیر هم د ناکامورا پر مرګ خواشینې ښودلې.
علي وزیر په خپلو فیسبوک پاڼه کې ویلی د ناکامورا کړنې به د تل لپاره په یادونو کې وي.
علي وزیرلیکلي: “مدني نړۍ او ټول انسانیت به تا د لویو ګارونو لپاره په یاد کې وساتي، هغه کارونه چې تا د ننګرهار خلکو ته وکړل.”
ډاکټر ناکامورا له تیرو ۲۵ کلونو راهیسې ننګرهار کې اوسیده او هلته یې زیاتو شاړو ځمکو ته اوبه ورسولې.
د ده پر مړینې عامو افغانانو او سیاسي مشرانو خواشیني ښودلې ده.