جرمني د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلانیدو غوښتنه کړې ده.
د جرمني دفاع وزیره، انګرت کرمپ کارنباور د افغانولسمشر اشرف غني سره په یوه ناسته کې ویلي تمه لري چې د دغو ټاکنو پایلو ټولو ټاکنیزو ټیمونو او سیاسي اړخونو ته د منلو وړ وي.
اغلې ګرت کرمپ همداشان سولې ته رسیدو لپاره د حکومت د هڅو ستاینه هم کړې ده.
د امریکا دفاع وزیره په مزار شریف کې خپلو ځواکونو سره تر لیدنې وروسته کابل ته راغله.
هغې ویلي: “موږ هیله لرو چې د ټاکنو پایلې داسې ډول سره اعلان شي چې ټولو سیاسي اړخونه ورسره موافق وي.”
بله خوا ولسمشر غني هم افغانستان کې د سولې ټینګیدو او په وروستیو کې د چاپیریال ساتنې لپاره د جرمني هڅې د ستاینې وړ بللي دي.
ولسمشر غني د فغانستان سوله کې د جرمني ونډه اغیزمنه بللې ده.
جرمني چې تر اوسه یې د فغانستان لپاره د دریو مهمو ناستې کوربه توب کړی او همداشان یې میلیونونه ډالره مرسته کړې، په اخرو ورځو کې یې د افغانستان چاپیریال ساتنې وضعې ښه کیدو لپاره ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د هوا پيژندنې د وروستیو څيړنو له مخې کابل د نړۍ په کچه تر ټولو ککړه هوا لرونکی ښار بلل شوی دی.