د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ افغانستان ته خپل لومړنی سفر ډېر بریالی بللی دی.
ټرمپ پرون دوشنبهپه لندن کې د ناټو غونډې ته تر پيلیدو وړاندې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “افغانستان ته لاړم، خوښ مې شو. تاسو پوهیږی چې هغه (سفر) ښه و.”
ښاغلي ټرمپ په مشخص ډول د ولسمشر غني سره د خپلې لیدنې یادونه وکړه او له یادې لیدنې خوښ برېښېده.
هغه وویل: “هغه عالي و، غني سره ملاقات ډېر عالي و.”
ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې په یو نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او د بګرام هوایي اډه کې یې خپلو پوځیانو سره ولیدل.
بګرام ته د ټرمپ د سفر پرمهال افغان ولسمشر هم د نوموړي لیدنې لپاره ورغلی و، کوم چې له زیاتو نیوکو سره مخ و.
یو شمیر شنونکو او عامو خلکو د ولسمشر دا ګام غیر ډیپلوماټیک او ځان ته سپکاوی وباله.