د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت د اقتصاد شورا د تازه پریکړې له مخې، د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو قراردادونه بیرته فسخ کړل شوي دي.
د بدخشان د سرو زرو تړون تیر کال دوو خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شوي و.
دغه شرکتونه د “ترکش افغان مایننگ” او “افغان گولد اند مایننگ” په نومونو یادیدل. د ښار جوړونې او اراضۍ پخوانی وزیر سید منصور نادري د دغو شرکتونو برخه وال و او د همده د وزارت پرمهال لاسلیک شوي و.
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویلي دا چې یاد شرکتونه نه دي توانیدي خپل مالي ژمنې پوره کړي، قراردادونه ورسره فسخ شوي دي.
دغه وزارت وایي درې ځلې یې یادو شرکتونو ته وخت ورکړی، ترڅو خپل شرایط پوره کړی.
د یادولو وړ ده چې د دغو قراردادونو د تړون پرمهال هم یو لړ غبرګونونه پورته شوي و.