د افغانستان امریکایي پوهنتون استرالیایی استاد ټیموټي ویکس د طالبانو له زندانه له خلاصیدو وروسته، د لومړي ځل لپاره رسنیو ته خبرې وکړې.
ټیموټي ویکس ویلي د امریکایي سمندري ځواکونو شپږ ځلې د دوی د خلاصون لپاره عملیات وکړل.
ټیموټي ویلي یو ځل یې د دوی د خلاصون عملیاتو کې د ډزو او چاودنو غږونه هم اوریدلي دي.
ده ویلي د روان زیږدیز کال په اپریل کې یوځلې د شپې په دولسو بجو د زندان د ساتونکي له لوري ویښ کړل شول، په دې دلیل چې هغه ویل د داعشیانو له لوري تر برید لاندې راغلي دي.
د ټيموټي په وینا دی او ملګري یې د شپې په دولسو بجو یوه تونل ته انتقال شول، خو دی باور لري چې برید د داعشیانو له لوري نه، بلکې د امریکا سمندري ځواکونو له لوري شوی و.
ښاغلي ټیموټي او بل همکار یې کېوېن کینګ په ۲۰۱۶ کال کې له کابله د طالبانو له لوري تښتول شوي و.
هغه ویلي: “زه باور لرم چې دوی د دروازې تر شا رسیدلي و. هغه مهال چې موږ تر ځمکې یو یا دوه متره لاندې تونل ته یوړل شوو، د دروازې مخې ته یوه لویه چاودنه وشوه، بیا زموږ ساتونکي لاړل او هلته زیاتې ډزې وشوې.”
ده ویلي کله چې د ساتونکي له لوري تونل ته ټیل وهل شو، پرشا ولګید او ځان یې په بیهوشۍ واچاوه.
ښاغلي ویکس ویلي دوی په کراتو په افغانستان او پاکستان کې له یوې سیمې بلې ته انتقال شوي او هره ورځ یې ژوند په خطر کې و.
خو وایي هیڅ کله تسلیم نه شو او خپله هیله یې له لاسه ورنه کړه.
ویکس ویلي: “زه هیڅ کله تسلیم نشوم، ما هغه مهال فکر کاوه که چیرې په داسې شرایطو کې هیله له لاسه ورکړم، نو زیات څه به راته پاتې نه وي. ما فکر کاوه چې باالاخره به له هغه ځایه ووځم، خو له بده مرغه د تمې خلاف زیات وخت یې ونیوه.”
ښاغلي ویکس د اسټرالیا له لومړي وزیر او د امریکا ولسمشر نه مننه کړې ده، چې د دوی خلاصون لپاره یې هڅې کړي دي.
ده همداشان د طالبانو له مشر او خپلو ساتونکو نه هم مننه کړې چې له دوی سره یې ښه رویه کړې ده، خو د افغان حکومت د هڅو یادونه یې نه ده کړې.
ویکس د طالبانو په اړه ویلي: “زه پوهیږم چې زیاتره خلک به دا ونه مني، خو زما لپاره دوی سرتیري و او سرتیري د امر له منلو پرته بله چاره نه لري. د دوی ځیني ډیر مهربانه او مینه ناک خلک و.”
ده ویلي د امریکایانو، طالبانو او افغان حکومت ترمنځ دخبرو بیا پيلیدو له امله چې د بندیانو تبادله هم پکې ده، زیات خوښ شوی دی.