د افغانستان دفاع وزارت وایي د فراه ولایت جوین ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۹ طالب وسله وال وژل شوي دي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوو کسانو کې د مولوي شمس الدین په ګډون ۹ طالب وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
چارواکو ویلي نښته هغه مهال رامنځته شوې چې طالبانو تیره شپه (شنبې د لیندۍ نهمه) غوښتل د حکومتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي چې له وړاندې تر برید لاندې راغلل.
دفاع وزارت وایي دې نښته کې د مخالفو وسله والو دوه موټر هم تر هوایي برید لاندې راغلي او ویجاړ شوي دي.
په دې پيښه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
فراه د هیواد په لویدیځ کې پروت دی او هغه ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په ځينو برخو پراخ فعالیت کوي.