د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم د پلویانو لاریون د یوه پریکړه لیک په لوستلو سره پای ته ورسید.
د دغه ټیم یو شمیر پلویانو نن جمعه د لیندۍ په اتمه د کابل ښار له یو شمیر سیمو لاریون پيل کړ او پښتونستان څلورلارې کې یوځای شول.
دغه لاریون وال د ټاکنو کمیسیون د پریکړو پر وړاندې اعتراض کړی او د کمیسیون پریکړې یې د قانون خلاف بللي دي.
دوی په خپله پریکړه لیک کې اعلان وکړ چې هیڅکله د درغلیو پرمټ جوړیدونکي حکومت ته اجازه نه ورکوي او هیڅوک به پرینږدي چې د خلکو له برخلیک سره لوبې وکړي.
د پریکړه لیک په یوه ماده کې ویل شوي چې د ټاکنو کمیسیون باید د قانون، طرزالعملونو او لوایحو پر بنیاد بې پرې عمل وکړي.
دوی همداشان غوښتنه لرله چې په کمیسیون کې ۳۰۰ زره بې بایومټریکې لارې له حسابه وغورځول شي.
دا هغه رایې دي چې د بایومټریک ماشین په مرسته نه دي کارول شوي، خو کمیسیون یې د اعتبار ورکولو غوښتنه کوي.
پریکړه لیک کې راغلي چې د ټاکنو کمیسیون باید سمې لارې ته د ټاکنو بهیر د ګرځولو هڅه وکړي او پرینږدي چې افغانستان د پخوا تیارهپېرته وګرځي.
دوی له امنیتی ځواکونو هم غوښتنه وکړه چې بې طرفه ووسي او د عدالت په تایمن کې خلکو سره مرسته وکړي.
دوی ګواښ وکړ چې که چیرې کمیسوین او اړونده خواوې د دوی غوښتنې ونه مني له هرې ممکنې سوله ییزې لارې به کار اخلي.