د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي طالبان غواړي چې د امریکا سره یوې هوکړې ته ورسیږي او اوربند وکړي.
ټرمپ پرون شپه په ناڅاپي توګه افغانستان ته راغی او د بګرام پوځي اډه کې یې امریکایي ځواکونو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم حضور درلود.
ټرمپ وویل طالبانو سره د سولې خبرې اترې روانې دي.
د امریکا ولسمشر وویل طالبانو پخوا د سولې خبرو کې د اوربند له رامنځته کولو ډډه کړې وه، خو اوس د سولې خبرې له سره پيل شوي او طالبانو هم اوربند ته لیوالتیا ښودلې ده.
ده په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پام وړ کمولو خبره هم وکړه.
خو دایې هم وویل تر هغه چې امریکا په افغانستان کې هوکړې او بریا ته ونه سیږي، افغانستان کې به میشت وي.
ولسمشر غني هم د ټرمپ په حضور کې امریکایي ځواکونو ته په وینا کې د ټرمپ د دریځ ملاتړ وکړ.