د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار، جان بولټن وایي سپینې ماڼۍ یې ټویټر ته لاسرسی بند کړی و.
جان بولټن له تیرو دوو میاشتو راهیسې په خپل لومړني ټویټ کې له ټویټره مننه کړې چې د هغه شخصي اکاونټ یې بیرته ورکړی دی.
هغه ویلي کیدای شي د ټویټر حساب یې د دې ویرې له امله بند شوی وی، چې ممکن یو لړ مسایل افشا کړي.
خو سپینې ماڼۍ د جان بولټن دا ادعا بې بنسټه بللې ده.
سپینې ماڼۍ ویلي دوی د بولټن حساب نه دی بند کړی او د دې کار تخنیکي امکانات هم نه لري.