د کاپيسا ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت (اله سایي) ولسوالۍ کې د یوې چاودنې په پایله کې ۳ ملکیان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
دغه چاودنه پرون جمعه د لړم په لومړۍ نیټه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت دا پيښه تاییده کړې ده.
کاپيسا د هیواد یو له ارامو ولایتونو نه شمیرل کیږي، خو ځینی وخت د چاودنو او بریدونو رپوټونه هم ترې خپریږي.