د ايران سپاه پاسداران په دې هيواد کې د لاريون کوونکو سل تنه مشران نېولي دي.
په تيره يوه اونۍ کې د ايران په څو ولايتونو کې د زده کوونکو په شمول سلګونه کسان د لاريونونو په تور نيول شوي دي.
تيره اونۍ په ايران کې د تيلو د بيې تر لوړېدلو وروسته په څو ولايتونو کې لاريونونه پيل شول.
د ايران د حکومت له لوري نه يواځې لاريون کوونکي ځپل شوي، بلکې انټرنيټ يې هم قطع کړی دی.
د بخښنې نړيوال سازمان په ايران کې ددې لاريونونو پر مهال د وژل شوو کسانو شمير يو سل او پنځلس کسان بللی دی.
دې سازمان ويلې چې ممکن د وژل شوو کسانو شمير تر دې هم زيات وي.
ددې لاريونونو پر مهال سلګونه بانکونه سوځيدلي او نړول شوي دي.