د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي امریکایي استازي طالبانو سره پر خبرو لګیا دي.
ښاغلي ټرامپ ویلي له دې وړاندې هم طالبانو سره یوې هوکړې ته نږدې شوي و، خو طالبانو د دې لپاره چې ځان تکړه وښیي بې ګناه خلک ووژل، نو دوی هم طالبانو سره خبرې ودرولې.
هغه فاکس نیوز سره په خبرو کې دا هم ویلي چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر کموي.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې، د تیرې سپټامبر میاشتې په اتمه ورځ لغوه شوې او له هغې وروسته دا لومړی وار دی چې د امریکا ولسمشر یادې ډلې سره د مذاکراتو خبره کوي.
ټرمپ دا خبرې له هغه وروسته کوي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ څو تنه زندانیان تبادله شول.
دواړو خواوو هیله ښودلې چې د بندیانو دغه تبادله وکړای شي د باور فضا جوړه کړي او د سولې خبرې اسانې کړي.