د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارګرې ادارې یا سیګر ویلي د افغانستان حکومت په دولتي ادارو کې پراخ فساد د دې لامل شوي، چې طالبان د خپلو جنګیالیو شمیر زیات کړي.
سیګر ویلي طالبان خلکو ته وایي چې د افغانستان په فاسدو عدلي ادارو کې دوی سره هیڅ مرسته نه کیږي.
د دغې ادارې مشر، جان سپکو که څه اداري فساد سره مبارزه کې د دولت د هڅو ستاینه کړې، خو له امریکا اونورو مرسته کوونکو هیوادونو یې غوښتي، څو دلته فساد سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.
جان سپکو ویلي طالبان د دولت عدلي بنسټونو او پولیسو کې پراخ فساد نه په ګټې اخیستې سره تر خپل واک لاندې سیمو ادارو کې خلک ور حذبوي.
اداري فساد د افغان دولت پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه بلل کیږي.
که څه هم اړوندو چارواکو په ځانګړي توګه ولسمشر غني په کراتو فساد سره مبارزې لپاره جدي څرګندونې کړي دي، خو معلومیږي چې تر اوسه دا ننګونه پرځای پاتې ده.