په قطر کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو آتم پړاو تېره شپه پای ته ورسېد.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه د «زمري میاشتې پر ۲۱مه» په ټوېټر کې ویلي: «د مذاکراتو اتم پړاو بیګا شپه تر دوه نیمو بجو د مذاکراتي ټیمونو په مسلسل کار کولو سره بشپړ شو، اوږده او ګټور مذاکرات وو، موافقه مو وکړه چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې وکړو.»
همهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې، دا اختر به د افغانانو وروستی اختر شي چې په جګړه کې یې تیروي.
خلیلزاد په ټویټر کې ویلي چې، ژر به افغانان باعزته سولې ته ورسيږي او په خبره یې امریکا د یو خپلواک افغانستان د تلپاتې سولې د توافق لپاره هڅې کوي
دا په داسې حال کې دي چې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې له طالبانو سره سوله غواړي خو ټینګار يې کړی چې، سوله د افغانستان په راتلونکې پورې اړه لري چې واک یې یوازې له افغانانو سره دی.
ولسمشر اشرف غني پرون یک شنبه د «زمري میاشتې پر۲۰مه» په ارګ کې د لوی اختر په مناسبت وینا کې وویل: «سوله راتلونکې ده، خو داسې سوله چې مطلق اکثریت افغانان یې غواړي او په خپل خوښه یې غواړي او خپله مذاکرات وغواړي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام چې په ټوله نړۍ کې منل شوی دولت دی.»
ولسمشر غني وویل چې، د افغانانو برخلیک په بهر کې نشي ټاکل کېدای او ټینګار یې وکړ چې د افغانانو برخلیک یوازې په خپل هېواد کې ټاکل کېدای شي.
نوموړي وویل: «زموږ برخلیک په بهر کې نشي ټاکل کېدای، نه زموږ په ملګرو هېوادونو کې او نه هم د ګاونډیانو د پلازمینو په ښارونو کې. د افغانستان برخلیک به په همدغې خاوره کې ټاکل کیږي. موږ هېڅوک هم نغواړو چې زموږ په کارونو کې مداخله وکړه.»
بلخوا ځینو سرچینو ویلي چې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې متن د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله لاس ته رسېدلی دی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ ددغه هوکړه لیک په اړه خپاره شوي ریپوټونه ناسم بللي.
د سرچینو له قوله، ولسمشرۍ ماڼۍ ددغه هوکړه لیک له ځینو مادو سره مخالفت ښودلی، خوارګ په رسمي توګه ددغه هوکړه لیک متن ته لاس رسی ردودي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه خپاره شوي ریپوټونه ناسم بولي او وایي، زلمي خلیلزاد د سولې خبرو د اتم پړاو له پیل یوه اونۍ وړاندې د ابتدایي هوکړه لیک ټول جزییات له افغان حکومت سره شریک کړي او له هغې وروسته په دغه پروسه کې پرمختګ نه دی شوی.