د خوست ښار ختیځه برخه مجاهد څلور لارې کې یوې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د خوست ولایت د امنیتي قومندانۍ ویاند، عادل حیدری ویلي دا چاودنه نن چهارشنبې شاوخوا یوولس بجې د مجاهد څلورلارې په ګلدان کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
په دې چاودنه کې د خوست د ترافیکو ریاست د لایسنس امر وژل شوی او د ترافیکو مدیر ترڅنګ دوه تن ترافیک او یو ملکي کس ټپیان شوي دي.
تر اوسه چا د پيښې مسوولیت نه دی منلی.
خوست د هیواد په سویل ختیځ کې یو ارامه ولایت ګڼل کیږي، خو وخت نا وخته ترې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو رپوټونه هم خپریږي.