د کندز سیمه ییز چارواکي وایي وسله والو طالبانو د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې اډې برید کړی او ۱۳ سرتیري یې پکې وژلي دي، خو دفاع وزارت د تلفاتو شمیر کم بولي.
په کندز کې یوه حکومتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي یک تلویزیون ته وویل وسله والو طالبانو تیره شپه د ملي اردو پر یوې پوځي اډې برید کړی دی.
په دې پيښه کې ۵ نور سرتیري ټپیان شوي دي.
خو د ملي دفاع وزارت وایي په دې پيښه کې یو سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند، فواد امان یک تلویزیون ته وویل طالبانو تیره شپه له څلور خواوو د ملي اردو پر یوه مرکز برید وکړ، چې بیا د هوایي ځواکونو په رسیدو سره له سیمې وتښتیدل.
ښاغلي امان وویل دې پيښه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
طالبانو هم په دې پيښه کې د زیاتو تلفاتو د اړولو ادعا کړې ده.
دا په داسې حال کې دی چې پرون د طالبانو او امریکايانو ترمنځ د زندانیانو تبادله وشوه.
ولسمشر غني د انس حقاني او دوه نور طالب مشرانو د خوشې کیدو اعلان پر مهال ویلي و دغه تبادله سولې ته رسیدو لپاره یو ګام دی او هیڅ کله به د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو په مانا نه وي.
حکومت ویلي و دا زندانیان په دې شرط خوشې کوي چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.
خو طالبان نن په یوه اعلامیه کې ویلي دوی هیڅ کله حکومت سره کومه معامله نه ده کړې او نه به دوی سره مخامخ خبرې وکړي.