د تخار ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکو ویلي هغه کس یې نیولی، چې خپله مور یې وژلې ده.
د کورنیو چار وزارت د خبرپاڼې په وینا دغه کس پرون دوشنبې په تخار کې خپله مور د تیشې په وسیله وژلې او خپله خور یې ټپي کړې ده.
یاد کس د ورسج ولسوالۍ په “موچکان” کلي کې له دې پېښې وروسته تښتېدلی و، چې پولیسو نیولی دی.
تر اوسه د دې پيښې اصلي علت نه دی په ډاګه شوی، لیدل شوي دي چې افغانستان کې ډیری داسې پيښې د کورني تاوتریخوالي یا ناموسي مسایلو له امله رامنځته کیږي.