امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی چې د طالبانو له لوري برمته شوي دوه تنه د افغانستان امریکایي پوهنتون استادان ازاد شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځينو سرچینو له خولې لیکلي چې طالبانو دغه استادان نن سه شنبې خوشې کړي او دمګړی له امریکایي ځواکونو سره دي.
د یادولو ده چې د افغانستان په زندانونو کې د حقاني شبکې درې تنه غړي هم پرون بیګاه خوشي شوي او قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته سپارل شوي دي.
د افغانستان امریکايي پوهنتون دغه استادان چې یو یې امریکایي او بل یې استرالیایی دی درې کاله وړاندې د طالبانو له لوري تښتول شوي و.
چارواکي وایي تمه لري چې د بندیانو دغه تبادله وکولی شي د افغانستان سولې خبرو بریا لپاره لاره هواره کړي.