د حقانی شبکې درې تنه لوړ پوړي غړي چې د افغان حکومت په زندانونو کې و د امریکایانو له لوري قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته سپارل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د ځينو طالب سرچینو له قوله لیکلي چې انس حقانی او دوه نور جګ پوړي طالب چارواکي یوه ورځ وړاندې قطر ته استول شوي او د دې هوکړې پر اساس ټاکل شوې چې طالبان هم نن سه شنبې د افغانستان امریکایي پوهنتون استادان ازاد کړي.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي و چې د حقانی شبکې دغو درې غړو په اړه به د افغانستان ملي ګټو ته په کتو سره پریکړه کیږي.
د طالب چارواکو او امریکایي پوهنتون استادانو تبادله دوه اونې وړاندې د یو لړ اختلافاتو له امله لغوه شوې وه.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غنی تیره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سره ټيلیفوني خبرې کړي دي.