ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند، ګلبدین حکمتیار وایي په ولسمشریزو ټاکنو کې اتیا سلنه درغلي هغه ټیم کړې چې د بې بایومټریکو رایو پر منل کیدو ټینګار کوي
ښايي د ښاغلي حکمتیار اشاره دولت جوړونکی تیم ته و، ځکه چې وړاندې دغه ټیم د بې بایومټریکو رایو بیا شمیرلو لپاره رضایت ښودلی و.
د دغه ټیم یو تن پلوی او د مشرانو جرګې مشر، فضل هادي مسلمیار څه موده وړاندې په زوره د بې بایومټریکو رایو د بیا شمیرل کیدو ګواښ هم کړی و.
ښاغلي حکمتیار چې نن سه شنبې یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، هغه ۳۰۰زره رایې چې د ټاکنو کمیسیون یې په اړه شک څرګند کړی و باید حذف کړل شي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام کې زیاته کړه چې باید ټول صندوقونه بیا وشمیرل شي، نه دا چې یواځې د یو څو محلونو رایې د یوه نوماند په غوښتنه شمیرل کیږي.
حکمتیار دغه راز وویل، هغه کسان چې په ټاکنو کې یې درغلۍ کړې دي باید عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
نوموړي له ټاکنو کمیسیون څخه هم غوښتنه وکړه چې د هغو څه باندې ۲۴۰۰محلونو د بایومټریکي وسایلو د ورکېدو په اړه ځواب ووایي.
هغه زیاته کړه، تر څو پورې چې ټولې غیر بایومټریک رایې باطلې نه وي اعلان شوې او د لویو درغلیو عاملین محاکمه شوي نه وي، هیڅوک هم د پایلو د اعلان حق نه لري.
ده همداشان د بین الافغاني ناستې لپاره په جوړ شوي پلاوي هم نیوکه وکړه.
حکمتیار وویل هغه پلاوي کې ګډون نه کوي چې ډیری غړي یې حکومتي کسان او یا جګړه غوښتنونکي وي.
هغه وویل په پلاوي کې باید هغه کسان شامل شي چې په اوس او تیر وخت کې د طالبانو سره د جګړې یو اړخ وي.