په پاکستان کې د ټماټرو (بانجان) بیې له لوړیدو وروسته اوس دغه هیواد کې د ټماټرو غله زیات شوي دي.
د سند د سویلي ایالت بلوچستان کې موټرسایکل سپاره غله د ټماټرو او نورو سبزیجاتو حاصلات له ټولونې وړاندې غلا کوي او مارکیټ کې یې په لوړه بیه پلوري.
اوس بزګرانو د خپلو کروندو ساتنې لپاره ځانګړي ساتونکي ګمارلي دي تر څو شپه او ورځ یې له حاصلاتو ساتنه وکړي.
پاکستان کې د بانجانو بیه له هغه وروسته لوړه شوې، چې د افغانستان، هند او ایران پر وارداتو یې بندیز لګولی دی.
اوس د پاکستان په ښارونو کې د رومي بانجانو یو کیلوګرم په ۳۵۰ کلدارو پلورل کیږي.