د کندز- بغلان لویې لارې په اوږدو کې د مسافرو یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس موټر اوبو ته لویدلی دی.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند، جاوید بشارت یک تلویزیون ته وویلچې تېره شپه (یکشنبه، د لړم۲۶مه) د کندز-بغلان پر لويه لار د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګرداب سيمه کې يو ۴۰۴ موټر له سړک څخه اوښتى او اوبو ته غورځېدلى دى.
نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او نږدې څلوېښت تنه نور یې ټپیان دي.
د پيښې علت د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې دي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د ترافیکي پېښو د قربانیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله یوه اعلامیه کې لیکلي، چېنړۍ کې په هرو څلورویشت ثانیو کې یوتن په ترافیکي پیښه کې وژل کیږي.
افغانستان کې هم په ډیریو لویو لارو کې هر کال سلګونه خلک په ترافیکو پيښو کې وژل کیږي او ټپيان کیږي.