د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله د ټاکنو پر کمیسیون غږ وکړ چې د نن ورځې ترپایه پر خپلې کړې پریکړې بیا کتنه وکړي.
ښاغلي عبدالله چې نن یکشنبې یې کابل کې رسنیو ته خبرې کولې وویل که چیرې کمیسیون له خپلې پریکړې ونه ګرځي، نو دا به زموږ له خوا د بل ګام اخیستو په مانا وي.
د ټاکنو کمیسیون پرته له دې چې له نوماندانو سره کومې هوکړې ته ورسیږي، نن د رایو د بیا شمیرنې بهیر پيل کړ، خو په یو شمیر ولایتونو کې یې د ټاکنیزو ډلو د پلویانو له خوا مخنیوی شوی دی.
عبدالله وویل حکومت د خلکو اعتراضونو مخنیوی لپاره د ځانګړو پولیسو له قوې کار اخیستی او په دې منځ کې د دوی یو څارونکی هم وژل شوی دی.
ښاغلي عبدالله وویل څوک چې د امنیتي ځواکونو له قوې سیاسي ګټه اخلي، دا یو ملي خیانت دی.
د ثبات او همپالنې ډله وایي د ټاکنو کمیسیون د رایوله بیا شمیرنې وړاندې باید د ټولو هغو رایو په اړه پریکړه وکړي، چې بایومټریکي معلومات نه لري.
یو شمیر څارونکي د ټاکنو کمیسیون له خوا پرته له دې چې له ټاکنیزو ډلو سره هوکړې ته ورسیږي، د رایو بیا شمیرنه، ویرونکې بولي او وایي کیدای شي افغانستان له یوې لویې ستونزې سره مخ کړي.