د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي وسله والو طالبانو په جوزجان ولایت کې لس تنه هټیوال په خپلو دوکانونو کې سوځولي دي.
د جوزجان د والي ویاند، معروف اذر ویلي دا پيښه د لړمه په ۲۴مه شپه هغه مهال رامنځته شوې چې د درزاب ولسوالۍ دکانونو ته اور ورته کړل شول.
د والي ویاند وویل: “طالبانو په درزاب ولسوالۍ کې څلورو ښوونځيو ته اور ورته کړ، چې ترڅنګ یې دوکانونو کې هیټیوال په خپلو هیټیول کې ویده و. په دې پيښه کې لس کسان سوځیدلي او روغتون ته لیږدول شوي دي.”
د ښاغلي اذر په وینا د درزاب ولسوالۍ هټیوال د خپلو مالونو ساتلو لپاره د شپې له خوا په خپلو هټیو کې ویده کیږی.
طالبان په دې پيښه کې لاس لرل رد کړي او دا یې یو پروپاګند بللی دی.