د افغانستان د کریکټ لوبغاړو او مینه والو له ویست انډیز سره له یوه دردوونکي پنځوس اوریز سریز او شل اوریزې لوبې وروسته، د لومړي ځل لپاره د بریا څکه وکړه.
که څه هم دا بریا جالبه او په زړه پورې وه، خو ښایي د مینه والو د ډیرې مودې غصه یې نه وی سړه کړې.
خو بیا هم، افغانستان د ویسټ انډیز د بریاوو لړۍ وشلوله.
باید وویل شي چې د کربین لوبغاړو هم له ډيرې مودې وروسته د شل اوریزې لوبې د بریا خوند څکلی دی.
افغانستان د لوبې پچه وګټله او پریکړه یې وکړه چې خپله توپ وهنه وکړي.
دا د راشد خان لپاره یوه ښه پریکړه وه او حضرت الله ځاځي لوبه ډيره بریدیزه پيل کړه.
افغان پیلوونکو لوبغاړو په څلور اورونو کې ۴۰ منډې وکړې، خو کیسریک ویلیمز په پنځم اور کې دواړه پيلیدونکي له مخې پورته کړل او په دې توګه د توپ وهونکو د تلو راتلو بهیر ګړندی شو.
ورپسې جسن هولډر هم په خپل نوبت کې دوه وروڼه اصغر افغان او کریم جنت یو په بل پسې اوټ کړل.
له دې اور وروسته د افغان توپ وهونکو وضع ترینګلې شوه او منډو جوړولو کې له ستونزو سره مخ شول.
کیمو پاول په منځنیو اورونو کې استثنایي توپ اچونه وکړه او په دوو مهمو اورونو کې یې ابراهیم ځدران او محمد نبي وسوځول.
په پای کې، افغان لوبغاړو په شلو اورونو کې ۷ د لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۷ منډې وکړې او په دې توګه د لوبې لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسیده او ویسټ انډیز ته د بریا هدف معلوم شو.
افغان توپ اچوونکو د نسبتاً ښه هدف ساتلو لپاره توپ اچونه پيل کړه او په شپږو لومړنیو اورونو کې یې د دوو کسانو د سوځولو تمه درلوده.
لومړي شپږ اورونه د افغانانو لپاره بده نه وه او نوین الحق د پاڼۍ لومړنۍ ملګرتیا ماته کړه.
له دې وروسته کریم جنت د خپل ژوند تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه، چې ښایي ده لپاره د ژوند یوه ښه خاطره وي.
یو په بل پسې يې په میډل ارډر کې پنځه غښتلي توپ وهونکی وسوځول.
په اتم اور کې د شېمرون له اوټ کولو وروسته یې په لسم اور کې لیویس او شېرفن هم له مخې پورته کړل.
خو په دولسم اور کې یې تر ټولو غټ ښکار وکړ، چې هغه د لوبډلمشر کیرون پولارډ سوځول و.
کریم جنت په څلورو اورونو کې پنځو لوبغاړو په سوځولو سره ۱۱ منډې ورکړې او ویسټ انډیز یې له کړکیچ سره مخ کړ.
په دې توګه راشد خان او ځواکونو یې لوبه د ۴۱ منډو په توپير سره وګټله.
د کریم جنت په زړه پورې لوبې د یو شمیر ټویټر چلوونکو غبرګونه هم له ځان سره لرل چې دلته یې څو مهمې بیلې را اخلو.
د ایش برادي په نوم ټویټر چلوونکي د ویسټ انډیز تیرو هغو لوبو ته شاره کړې چې د کم هدف پوره کولو کې له ماتې سره مخ شوی دی.
لطف الله مشعل د افغانستان د ښې لوبې ترسره کولو او د سریز مساوي کولو او همداشان د کریم جنت د لوبې ستاینه کړې ده.
د افغانستان کریکټ بورډ دا ورځ د کریم جنت لپاره مهمه ورځ بللې چې په وینا یي تل به یې په یاد ولري.
د کرېک بلاګ په نوم ټویټر پاڼې لیکلي چې راشد خان، محمد نبي او مجیب په درسي پروګرام کې شامل و، خو ازموینې ته کریم جنت حاضر شو.
دغې پاڼې په خپل بل ټویټ کې د راشد خان او هټمایر ترمنځ د الفاظو تبادلې ته اشاره کړې ده.
د پاڼې په وینا راشد خان هټمایر ته ویلی (د ار بي سي) لوبډله اړتیا نه درته لري، خو هټمایر یې په ځواب کې ویلي (اوس یې ګوره)
د ټویټر بل کاروونکي اسرار احمد هغه لوبغاړي یاد کړي چې یوه شل اوریزه لوبه کې ښه ځلیدلي دي.
کوثر احمد هم جنت ستایلی او د لابریاوو هیله یې ورته کړې ده.
ځیني نورې ټویټري څرګندونې هم شته چې تر ډیره د راشدخان او هټمایر ترمنځ لفظي برخورد، د هټمایر مشکوک اوټ کیدل او د (ار بي سي) له خوا د هټمایر اخیستو باندې څرخیږي.