د لس اوریز کرکټ سیالیو په اوله ورځ (جمعه د لړم ۲۴مه) درې مهمې لوبې وشوې.
مراټا عربینز د ناردرن وریرز پر وړاندې، ډکن ګلډیټرز د ډيلی بولز پر وړاندې او ابوظبي د قلندرز لوبډلې پر وړاندې لوبې وکړې.
لومړی لوبه کې مراټا خپل سیال ناردرن وریرز ته په لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۸۷ منډو هدف ورکړ، خو مقابلې لوبډلې په ۷ اورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړه.
دویمه لوبه کې ډکن ګلډیټرز ډیلي بولز ته د ۹۱ منډو هدف ورکړه چې دا هدف هم په لسم اور کې پوره کړل شو.
دریمه لوبه کې ابوظبي لوبډلې قلندرز ته د ۱۰۴ منډو هدف ورکړ، خو سیالې لوبډلې هم په ټاکل شوو اورونو کې ۱۰۳منډې وکړې او لوبه مساوي شوه.
ترفاینله پوری هره ورځ درې درې لوبی ترسره کیږی، یواځې په وروستۍ ورځ بیا دوې لوبې کیږی.
لومړنۍ لوبه نن څلور بجې دبنګال تایګرز او ډکن ټیمونو ترمنځ ده.
ډکن کې شهزاد او ظاهرخان دي او په بنګال ټایګرز کی قیس احمد دی.
دوهمه لوبه نن په ۶:۱۵ د تسکر او ډیلي ټیمونو ترمنځ ده.
په تسکر لوبډله کې شفیق الله شفق، شاپور ځدران او فضل دي او ډیلي لوبډله کې بیا یوازې محمد نبي دی، خو اوس ویسټ انډیز سره په لوبو کې بوخت دي.
دریمه لوبه بیا نن ماښام اته نیمې بجې د ناردرن او قلندر ټیمونو ترمنځ ده چی ناردرن کی کریم جنت او قلندر کې بیا مجیب ځدران دی.
دواړه اوس حال کې ویسټ انډیز سره لوبو کې مصروف دي
لدې وروسته هره ورځ نوری ټولی لوبی به همدغو وختونو ترسره کیږی.